ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړی،د افغانستان د طالبانو د حکومت دکډوالئ د چارو وزارت وئیلي دي ، په تیرو درو کلونو کې افغانستان ته له مختلفو هیوادونو څ خه کابو درې اعشاریه اوه میلیون افغان کډوال بیرته ستانۀ شوي دي.
د افغانستان د کډوالو د چارو د وزارت مطبوعاتي دفتر په یوې خبرتیا کې وئيلي دي،په تیرو څلویښتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د کډوالو دبیرته ستنیدا بهیر چټک شوی او په تیرو درو کلونو کې کابو درې اعشاریه اوه میلیون افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ګرځيدلي دي.
دافغانستان د کډوالو د چارو وزارت دغه ا حصائې د کډوالۍ د نړیوال اورګان د وروستي راپور په ردولو کې اعلان کړی دی. په راپور کې راغلي وو، له ۲۰۲۰کال راهسې تردې دمه کابو اته میلیون افغانان نورو هیوادونو ته مهاجر شوي دی چې په هغو کې یو میلیون افغانانو اروپائي هیوادونو ته او ۸۵فیصدو نورو ئې ګاونډیو هیوادونو ته پناه وړې ده.